زابل کې ټرافیکې پېښې له امله ۵ کسان مړه شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د زابل ولایت موقعیت

د زابل اړوند د نورک په سیمه کې د فیلډر او ټېلر موټرو ترمنځ د ټکر په پېښه کې پنځه کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان دي.

د زابل د عامي روغتیا ریس ډاکټر عبدالحکیم حکیمي ازادۍ رادیو ته وویل: «پنځه کسان شهیدان شوي، درې شهیدان د شاه جوی او دوه نور د زابل ولایتي روغتون کې دي او څلور تنه ټپیان شوي دي.»

د کابل-کندهار پر لویه لاره ډیېې ترافیکي پېښې کېږي چې علت یې د موټرچلوونکو بې احتیاطي او د سړک خرابوالی ښوول کېږي.

پرون او وړمه ورځ هم په هلمند کې په بېلابېلو ټرافیکي پېښو کې یو تن مړ او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.