د مقاومت جبهه: طالبانو سره د بندیاتو تبادلې ته چمتو یو

د مقاومت جبهې غړي

د مقاومت جبهه وايي، د طالبانو د هغو اسیرانو تبادلې ته چمتو ده، چې په وروستیو کې نیول شوي دي.

دغې جبهې پرون په یوه اعلامیه کې وویل، که سره صلیب نړیواله کمېټه مرسته وکړي، دوی حاضر دي دغه اسیران تبادله کړي.

د مقاومت جبهه چې د طالبانو په وړاندې یوه له جنګېدونکو ډلو ګڼل کېږي ویلي، چې په پنجشېر کې یې د طالبانو یوه څرخي الوتکه وړمه ورځ د دوی له خوا ویشتل شوې او د طالبانو څلور غړي یې اسیران کړي دي.

که څه هم د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد ویلي وو، الوتکه د تخنیکي ستونزو له کبله کښېناستلې وه او وروسته یې بېرته الوتنه کړې، خو د طالبانو دفاع وزارت پرون وویل، چې الوتکې ته چې د تخنیکي ستونزو له کبله ناسته وه، د وزارت په اصطلاح د باغیانو له خوا اور اچول شوی او دوی له سیمې تښتېدلي دي.