چارواکي: لاهم د اوکراین ختیځ کې د روسيې یرغل پر وړاندې مقاومت دوام لري

د روسي ځواکونو له یرغل وروسته د اوکراین ختیځ ښار سیویرو دونېڅک سیمه

اوکرایني چارواکي وايي، د دې هېواد پوځ لاهم په ختیځ ښار سیویرو دونېڅک کې د روسيې د یرغل پر وړاندې مقاومت کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې له یوې اونۍ راهیسې په دې ښار کې جګړې روانې دي او روسي ځواکونه د سیوریسکي دونېڅ سیند پر بله غاړه پر پراته ښار لیسچانسک هم درنې بمبارۍ پرې کوي.

د اوکراین پوځ نن وویل، چې د دوی د پوځي ځواکونو پر مرکزونه او ملکي تاسیساتو په دوامدار ډول د توپونو او راکټ لانچرو ډزې کېږي.