مارکس پوټسل په افغانستان کې د يوناما مرستیال ټاکل شوى

مارکس پوټسل

جرمنی دیپلومات مارکس پوټسل په افغانستان کې د ملګرو ملتو د مرستندویه ماموریت یا یوناما د مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.

د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتیرش په نیویارک کې تېره شپه د دې ټاکنې خبر ورکړ.

پوټسل دېرش کاله د دیپلومات په توګه کار کړی دی، له دوه زره څوارلسمه تر دوه زره شپاړسم کلونو پورې دی په افغانستان کې د جرمني سفیر و او په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی وټاکل شو چې تر تېر کال پورې یې دا دنده لرله.

پوټسل به د اوس لپاره په موقتي توګه د یوناما سرپرست هم وي ځکه چې د یوناما مشرې کاناډایي دیپلماتې دیبرا لاینز کاري موده پای ته رسېدلې ده.

پوټسل به د دنمارکي دیپلومات میته کندسن په ځای د یوناما د ماموریت چارې مخته یوسي.

یوناما له نږدې دوو لسیزو راپدې خوا په افغانستان کې د بشري مرستو د همغږۍ مسووله ده همداراز په دغهَ هېواد کې بشري حقونه او سیاسي تحولات له نږدې څاري