د ننګرهار هوايي ډګر ملکي هوايي الوتنو ته چمتو شوی

د ننګرهار هوايي ډګر

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت وايي، د ننګرهار هوايي ډګر له دوو لسیزو وروسته ملکي هوايي الوتنو ته چمتو شوی دی.

د دې وزارت ویاند امام الدین احمدي بېګا آزادۍ راډیو ته وویل، له دې هوايي ډګر څخه عملا الوتنې ترسره کېږي.

هغه وايي: "د ننګرهار هوايي ډګر وروسته له دوو لسیزو د خوندي الوتنو لپاره چمتو او فعال شوی دی. د دې هوايي ډګر ټرمینل بیاځلي فعال شوی دی د مسافرینو د پروسس کولو لپاره په منظم ډول تیار دی."

ښاغلی احمدي زیاتوي، چې د ننګرهار د هوايي ډګر ترمینل، د څار او کنټرول برجونه او تجهیزات یې او د مخابرې سیسټم، ترمیم شوي او ځغاستلیکه یې د الوتنو لپاره چمتو شوې ده.