اوکراین کې روسي ځواکونو دوه امریکايي سرتېري نیولي

دا پخواني پوځیان چې د امریکا د الاباما ایالت اصلي اوسېدونکي دي په خارکییف ښار کې د جګړې پرمهال د روسي ځواکونو له خوا اسیران شوي.

د امریکا د پوځ دوه پخواني سرتېري چې د اوکرایني ځواکونو په ملاتړ د روسیې پرضد جګړې ته تللي وو، د روسي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

د راپورونو له مخې دا پخواني پوځیان چې د الاباما ایالت اصلي اوسېدونکي دي په خارکییف ښار کې د جګړې پرمهال د روسي ځواکونو له خوا اسیران شوي.

روسي رسنیو پرون د دواړو امریکايي سرتېرو عکسونه په داسې حال کې وښودل چې په زندان کې دي.

د راپورونو له مخې د لویدیځو هېوادونو سلګونه وګړي په رضاکار ډول اوکراین ته تللي دي څو د روسيې د یرغل پروړاندې د دې هېواد دفاع وکړي.