ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په اوکراین کې بشري وضعیت پر دې هېواد د روسیې د څلور میاشتې مخکې تېري په دوام د خرابېدو په حال کې دی.
د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې پرون په یو بیان کې وویل، چې په ټول اوکراین کې، خو په تېره په دونباس سیمه کې وضعیت بوږنوونکی دی.
په بیان کې له دې کبله اندېښنه ښودل شوې، چې په سیویرو دونېڅک ښار کې د ماشومانو، ښځو او مشرانو په ګډون زرګونه کسان د روسي ځواکونو له بمباریو سره مخامخ دي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د اوکراین شاوخوا ۱۶ میلیون خلک اوسمهال سمدستي بشري مرستو ته اړتیا لري.