د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن د اوکرایني ځواکونو لپاره د پوځي روزنې د یوه پروګرام وړاندیز کړی.
جانسن پرون د جون ۱۷مه کییف ته د ناڅاپي سفر پرمهال د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سره په کتنه کې په دې اړه څرګندونې وکړې.
د جانسن د طرحې له مخې تر لسو زرو پورې اوکرایني سرتېرو ته به د ۱۲۰ ورځو په ترڅ کې د دې پروګرام له مخې پوځي روزنه ورکړل شي.
بریتانیا د روسیې پروړاندې په جګړه کې د اوکراین له لویو ملاتړ کوونکو څخه ده.
یوه ورځ مخکې له دې د جرمني، فرانسې، ایټالیا او رومانیا مشرانو له اوکراین څخه د ملاتړ ښودلو لپاره کییف ته سفر وکړ او له زیلینسکي سره یې وکتل.