د ملګرو ملتو یوه چارواکي په اسلام اباد کې د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو د عالي کمېشنرۍ مرستیال کلي کلمنټس پرون له بلاول بوټو زرداري سره په افغانستان کې د سولې او امنیت په تړاو خبرې وکړې.
ښاغلي کلمنټس په ټوېټر کې لیکلي دي چې د خبرو پر مهال یې د افغان نجونو د زده کړې په شمول د ژوند په چارو کې د ښځو پر ونډې هم خبرې کړې دي.
کلمنټس زیاتوي چې افغانان باید هېر نهشي او د کډوالو د ستونزو د هواري لپاره په ګډه هڅې کوي.
کلي کلمنتس د پاکستان تر سفر مخکې افغانستان ته تللی و.