اروپايي هېوادونو کې د ګازو بيې ۲۵ سلنه لوړې شوي

د ګازو بيې وروسته له هغه لوړې شوي، چې اروپايي هېوادونو له روسيې د ګازو واردول کم کړل

اروپا ته د روسیې د ګازو د صادراتو د کمښت له امله په اروپايي هېوادونو کې د ګازو بیې پرون پنجشنبه ۲۵ سلنه لوړې شوې.

د روسیې د ګازو ملي شرکت اروپا ته د روسیې د ګازو صادراتو په کمولو کې د لویدیځ بندیزونه پلمه کوي.

د رویټرز په وینا اروپا ته د روسیې د ګازو د صادراتو کمېدل به د روسیې او اروپايي ټولنې ترمنځ اړیکې نورې هم خرابې کړي.