د خيبر پښتونخوا په شمالي وزيرستان کې د پوليو يا ګوزڼ نوې قضیې رپورټ شوي چې ورسره په پاکستان کې سږ کال د پوليو د پېښو شمېر لسو ته ورسېد.
تر دې دمه په پاکستان کې د پولیو ټولې پېښې له شمالي وزیرستان سره تړلې دي.
ډيورنډ کرښې ته څېرمه په ميرالي او دوسلي سيمو کې د پوليو دوه نوې پېښې ثبت شوې دي.
د سیمې اوسېدونکو د پولیو ضد واکسین مخالفت کړی دی.