د ايران د پارلمان مشر افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې

د ایران د پارلمان مشر باقر قالیباف

د ایران د پارلمان مشر باقر قالیباف پرون په تهران کې د ترکمنستان له ولسمشر سردار بردي محمدوف سره وکتل او په افغانستان کې یې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه.

ښاغلي قالیباف همدارنګه په افغانستان کې د امنیت ټینګښت مهم وباله، خو ویې ویل چې په افغانستان کې د ترهګرو او مخدره موادو پر ضد مبارزه اړینه ده.

تر دې مخکې د يو شمېر نورو ګاونډيو او نړيوالو هېوادونو بېلابېلو مشرانو هم له طالبانو د ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنې کړي دي.