نړۍ کې د مجازي پيسو ارزښت مخ په کمېدو دی

د نړۍ تر ټولو د مشهورې مجازي پیسې بیټ کاین ارزښت د سې شنبې په ورځ تر ۲۱ زره ډالره ټیټ شو.

د انفلاسیون د زیاتېدو او د ونډو د ارزښت له کمېدو سره په نړۍ کې د مجازي پیسو ارزښت مخ په کمېدو دی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د تېر کال له مني څخه تر اوسه پورې د مجازي پیسو ارزښت څه باندې ۶۵ سلنه لوېدلی دی.

د نړۍ تر ټولو د مشهورې مجازي پیسې بیټ کاین ارزښت د سې شنبې په ورځ تر ۲۱ زره ډالره ټیټ شو.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د بیټ کاین ارزښت ۶۸ زره ډالرو ته رسېدلی و.

په مجموع کې د مجازي پیسو د بازار ارزښت، چې د تېر کال په نوومبر کې ۳ تریلیون ډالره و، اوس یو تریلیون ډالرو ته راټیټ شوی دی.