د خېبر پښتونخوا ایالتي حکومت د برېښنا او تېلو د مصرف د کمولو په خاطر له دولتي کارکوونکو غوښتي چې د جمعو په ورځو له کوره کار وکړي.
پاکستان چې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی، د لګښتونو د کمولو هڅه کوي.
تر دې مخکې د پاکستان د کابینې یوه غړي احسان اقبال پر خلکو غږ کړی و چې لږ چای وڅښي څو د چای واردات کم شي او اسعار وسپمول شي.