د ايران او پاکستان بهرنيو چارو وزيرانو د افغانستان پر وضعيت خبرې کړي

د پاکستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير بلاول بوټو

د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو پرون (چهارشنبه) په تهران کې پر خپلمنځي اړیکو او د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړې.

ایراني رسنۍ د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په قول وايي چې بلاول بوټو زرداري، چې تهران ته په سفر تللی، له حسین امیر عبداللهیان سره په کتنه کې د افغانستان پر روانو حالاتو او امنیت اندېښنه وښوده.