د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له طالبانو یو وار بیا وغوښتل چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیزي.
کرزي د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په اړه له طالبانو څخه د بادغیس د دیني عالمانو تازه غوښتنې ته په اشارې پر خپلو ټولنیزو پاڼو لیکلي چې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو دیني عالمانو د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنې کړي دي.
ده همدا راز ویلي، په افغانستان کې د تعلیم د ودې لپاره د علماوو د غږ درناوی کوي او د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غواړي چې د افغان ولس په ځانګړي ډول د دیني علماوو دې غوښتنې ته احترام وکړي او د نجونو ښوونځي پرانیزي.