سيګار: افغانستان کې تر ۹۰۰ زره پورې خلک بېکاره دي

خلک له بېکارۍ له امله له سختو کړاوونو سره مخ دي

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش اداره (سیګار) وايي، اټکل کېږي چې د طالبانو د بیا واک ته رسېدو له پیله د روان کال تر نیمايي پورې د بې روزګاره شویو افغانانو شمېر له ۷۰۰ زرو تر ۹۰۰ زرو پورې رسېږي.

دې ادارې پرون پر خپله ټوېټرپاڼه ولیکل چې په ځانګړي ډول له بې روزګارۍ څخه ښځې ډېرې اغېزمنې شوې دي او اټکل کېږي چې د روان ۲۰۲۲ تر نیمايي پورې به ۲۱ سلنه نورې ښځې هم بې روزګاره شي.

د سیګار په وینا په ۲۰۲۰ کې د افغانستان په سلو کې ۱۷ کاري قوه ښځو تشکیلوله، خو د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته په اکثرو دولتي ادارو کې ښځو دندې له لاسه ورکړي او په کور کښېنول شوې دي.