روسیه وایي، د طالبانو رسمیت پیژندل یې سملاسي په اجنډا کې نه دي شامل.
دا خبره د روسیې د ولسمشر ویاند دیمتري پیسکوف د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وکړه.
د تاس خبري اژانس په استناد پیسکوف د دې خبرې په ځواب کې چې ایا روسیه به په نږدې راتلونکې کې د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت وپېژني او که نه، وویل، په دې اړه له وړاندوینه بې ګټې ده.
تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیرکابلوف ویلي و، چې دوی د طالبانو د رسمیت پیژندنې لپاره د امریکا او نورو هېوادونو تګلارې نه تعقیبوي.
روسیه د محدود شمېر هغو هېوادونو له ډلې ده چې د طالبانو دیپلومات یې خپله پلازمېنه کې منلی دی.
د طالبانو د حکومت لس میاشتې ووتې، خو هېڅ یوه هېواد په رسمیت نه دي پېژندلی او دې دریځ کې د نړۍ هېوادونه په ظاهره یوه خوله ښکاري.