د سوداګرۍ خونه: روسيې پر افغان صادراتو ګمرکي تعرفه معاف کړې

د سوداګرۍ خونې لوحه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې اعلان کړی چې روسیې پر افغان صاداراتو ګمرکي تعرفه معاف کړې ده.

د دغه خونې مرستیال یونس مومند ازادي راډيو ته وویل چې دا پرېکړه تېره اونۍ یوه اونۍ وړاندې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مسولینو په ګډه ناسته کې وشوه.

دی وايي په کومو افغان محصولاتو چې د روسیې ګمرکې تعرفه معاف کېږي ژر به يې د نومونو لست خپور شي.

د دغه خونې شمېرې ښېي چې په تېر کې د روسیې له لوري پر افغان محصولاتو لوړې ګمرکې تعرفې دغه هېواد ته د صادراتو پر کموالي اغېز کړی وو.

کشمش، کچالو او پیاز هغه افغان محصولات دي چې روسیې ته وړل کېږي.