د بشر د حقونو محکمې له مداخلې وروسته له برېتانيا رواندا ته د پناه غوښتونکو الوتنه وځنډېده

برېتانيا کې کډوال

له برېتانیا څخه رواندا ته د پناه غوښتونکو پلان شوې الوتنه پرون وروسته له هغه کنسل شوه چې د اروپايي ټولنې د بشري حقونو محکمې مداخله وکړه او ویې ویل، دا پلان ښايي دې پناه غوښتونکو ته نه جبرانېدونکی زیان واړوي.

پرون له دې مخکې د لندن د استیناف محکمې روانډا ته د یو شمېر پناه غوښتونکو د لېږلو په اړه د حکومت پرېکړه تایید کړه.

د برېتانیا حکومت ویل وروسته له دې یو شمېر مجرد پناه غوښتونکي روانډا ته لېږي او تر څو چې قضیې یې څېړل کېږي همالته به اوسي.

په وروستیو څو کلونو کې له افغانستان، سوریې، سودان، ایران، عراق او ځینو نورو هېوادونو څخه برېتانیا ته د تلونکو کډوالو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.