پرويز مشرف چې روغتيايي وضعيت يې خراب بلل شوی، پاکستان ته لېږدول کېږي

د پاکستان پخواني پوځی مشر پرويز مشرف د ناروغۍ پر بستر

د پاکستان حکومتي سرچینې وايي، هڅه کوي چې پخوانی پوځي ولسمشر پروېز مشرف، چې سخت ناروغ دی، خپل هېواد ته ولېږدوي.

د جمعې په ورځ د مشرف روغتیايي حال ډېر خراب شو او د دوبۍ په امریکايي روغتون کې بستر شو.

د پاکستان حکومت غواړي چې د مشرف د کورنۍ او ډاکترانو په سپارښتنه نوموړی خپل هېواد ته ولېږدوي.

۷۹ کلن مشرف له څو کلونو راهیسې ناروغ دی خو د جمعې په ورځ یې حال نازک شو.

ډاکتران وايي چې د مشرف د بدن ډېرو غړیو کار پرې ایښی دی.

پروېز مشرف له ۲۰۱۶ م کال راهیسې په متحده عربي اماراتو کې اوسي.