طالبانو له ايراني چارواکو سره د ريل پټلۍ د فعالولو په اړه خبرې کړي

ارشيف

د طالبانو د حکومت د ریل لارو د ادارې ريیس بخت الرحمان شرافت، چې له ایراني چارواکو د خبرو لپاره ایران ته تللی، د دغه هېواد د ریل لارو د ادارې له رييس سره د خواف – هرات د ریل پټلۍ د فعالیدو په اړه خبرې وکړې.

د ایران د خواف او هرات ترمنځ د ريللارې د جوړېدو کار تر ډېره د افغانستان د تیر حکومت په مهال بشپړ شوی خو وروسته له دې چې طالبان واک ته رسېدلي، د دې پروژې کار نیمګړی پاتې دی.

ایران ژمنه کړې چې دا ریللار به د هرات تر هوايي ډګره پورې رسوي.

د طالبانو د ريللارو د ادارې له ريیس سره د هغه ایراني ساري ژمنه وکړه چې ځنډېدلی کار به پیل او بشپړ کړي.