استراليا فوټبال لوبډلې د ۲۰۲۲ فوټبال جام سياليو ته لار پيدا کړه

د استراليا فوټبال ملي لوبډله

د استرالیا فوټبال لوبډلی د پیرو له لوبډلې څخه د تېرې شپی لوبې په ګټلو سره د قطر ۲۰۲۲ فوټبال جام سیالیو ته لار ومونده.

د استرالیا او پیرو فوټبال لوبډلو ترمینځ د تېرې شپې لوبه چې وروسته بیا له پنالتۍ ګولونو سره یی دوام وکړ، د استرالیا لوبډلې ګول ساتونکی اندریو ریدماین وکړای شول د ډېرو لوبغاړو له شوټونو څخه دفاع وکړي او په دې توګه یی بریا د استرالیا په برخه کړه.

د تېرې شپې په بریا سره استرالیا ۳۱مه لوبډله شوه چې د قطر ۲۰۲۲ کال فوټبال جام سیالیو ته یې لار پیدا کړه او په دې ګروپ کې د فرانسې، دنمارک او تونس په کتار کې راغله.

له ۲۰۰۶ کال راهیسې دا پنځم ځل دی چې استرالیا د فوټبال نړیوال جام سیالیو کې لوبه کوي.