د بدنی روزنې او ورزش ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د فوټسال دا ولایتي سیالۍ چې د تېرې اونۍ د چهارشنبی په ورځ پیل شوې وې، نن د عرفان او مهتا لوبډلو او دا راز حیدري او نثار لوبډلو ترمنځ په دوو سیالیو سره پایی ته ورسیدې.
له ۲۵ لوبډلو چې د دغو سیالیو په لومړي پړاو کې یې ګډون کړی وو، دولس لوبډلی یې وتوانېدې چې د ډېرو امتیازونو په ګټلو سره د جام دویم پړاو ته لار ومومي.