د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت یو پلاوی ایران ته ځي

تهران تېره میاشت د طالبانو له حکومته وغوښتل، چې د ایران د حقابې موضوع باید په دغه قرارداد کې رعایت شي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ د وزارت یو پلاوی چې مشري به یې د دې وزارت سلاکار فاروق اعظم کوي، ایران ته ځي.

ښاغلي اعظم تېرماښام ازادي راډیو ته وویل، چې په دې سفر کې به له ایراني لوري سره د ۱۳۵۱ کال د قرارداد په اړه خبرې وکړي.

هغه زیاته کړه، له ایران سره د هیرمند د سیند د اوبو په اړه د ۱۳۵۱ کال د قرارداد د روح او متن د تطبیق په اړه د خبرو لپاره هغه هېواد ته ځي.

تهران تېره میاشت د طالبانو له حکومته وغوښتل، چې د ایران د حقابې موضوع باید په دغه قرارداد کې رعایت شي.

د طالبانو حکومت هغه مهال د ایران د دغې غوښتنې پر وړاندې کوم غبرګون ونه ښود.

د دغه قراراداد له مخې افغانستان باید د هیرمند له سینده ایران ته په کال کې ۸۲۰ میلیون مترمکعبه اوبه ورکړي.