د خوړو نړیوال پروګرام له افغانستان سره د هند د مرستو مننه وکړه

له افغانستان سره د هند د پنځوس زره ټنه غنمو مرستې ډېره برخه د پاکستان له لارې افغانستان ته انتقال شوې او نوې ډیلي ژمنه کړې چې په هند کې د غنمو له کمي سره سره به خپله ژمنه پوره کړي.

د افغانستان لپاره د خوړو نړیوال پروګرام د هند د پنځوس زره ټنه غنمو سخاوتمندانه مرستو مننه وکړه، چې د دې پروګرام له لارې یې د افغانستان له خلکو سره کوي.

د خوړو نړیوال پروګرام پرون په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، چې یولوړرتبه پلاوي یې له کابل څخه د دې لپاره کتنه ترسره کړې چې وویني هغه غلې دانې چې دوی یې راټولوي، په څه ډول په ژرنده کې اوړه کېږي او هغو کورنیو ته ویشل کېږي چې د خوړو خوندیتوب نه لري.

د خوړو نړیوال پروګرام په خپله ټویټرپاڼه کې یوه لنډه ویډیو هم ایښې چې په کې د دې پروګرام یوه مسئوله د هند د دغو مرستو مننه کوي.

هغه وايي: "په افغانستان کې د خوړو پروګرام د هند د حکومت د دوامداره مرستې چې د افغانستان له خلکو سره یې کوي ډېر منندوی دی. دغه غنم چې زما ترشاه یې وینئ، هغه به په یوه میاشت کې ۴ لکه کسانو ته خواړه برابر کړي."

له افغانستان سره د هند د پنځوس زره ټنه غنمو مرستې ډېره برخه د پاکستان له لارې افغانستان ته انتقال شوې او نوې ډیلي ژمنه کړې چې په هند کې د غنمو له کمي سره سره به خپله ژمنه پوره کړي.