افغانستان بانک نن ۱۱ ميليونه ډالر ليلاموي

د افغانستان بانک

د طالبانو په مشرۍ د افغانستان مرکزي بانک نن ۱۱ ميليونه ډالره ليلام ته وړاندې کوي.

دغه بانک تېره ورځ ناوخته په خپل ټويټر پاڼه له ټولو شخصي بانکونو، پولي شرکتونو او پانګوالو چې په شرايطو برابر دي په دې پروسه کې د‌ ګډون غوښتنه کړې.

د افغانستان بانک وړاندې ليکلي، چې د پروسې ګټونکی بايد خپل ټول حسابونه د ټاکلې نېټې پورې تصفيه کړي.

د افغانستان بانک د دې پروسې د پیل هدف د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو ارزښت ساتل او د افغانستان په لویو بازارنو کې د ژوند لومړنیو توکو د بیو راټیټېدل ښودلي دي.

خو د ازادي راډيو د راپورنو پر بنسټ سره له دې چې د افغانۍ پر وړاندې د ډالرو نرخ له پخوا رالوېدلی خو د خوراکي او سوند توکو په بیو کې د پام وړ تغیر نه دی راغلی.