يونېسف په افغانستان کې زرګونه ماشومانو ته تقويتي خواړه وېشلي

ارشيف

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی صندوق یو چارواکې وايي، په افغانستان کې یې تر ۴۰زره ۷۰۰ زیاتو ماشومانو ته د درملوونکو خوړو امکان برابر کړی دی.

په افغانستان کې د یونېسف د تغذیې د برخې مشرې میلاني ګالوین (Melanie Galvin) نن سهار په ټویټر کې لیکلي، دغه غذايي مواد په اپرېل میاشت کې وېشل شوي دي.

ملګرو ملتونو په وروستیو کې ویلي وو، افغانستان کې ۲۲ ميلیونه وګړي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري او که چېرې دا مرستې پر خپل وخت و نه‌رسېږي، زرګونه ماشومان به د خوارځواکۍ له امله مړه شي.