د جوردان ګاټلي کورنۍ پرون (د جون په ۱۲مه) اعلان وکړ چې د برېتانیا د پوځ دغه پخوانی سرتېری د سیویروډونتسک په ښار کې د اوکرایني او روسي ځواکونو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې وژل شوی دی.
د هغه د کورنۍ په وینا، ګاټلي له یو لړ ارزونو وروسته سږ کال په مارچ میاشت کې د اوکرایین د دفاع لپاره هغه هېواد ته ولاړ.
د برېټانيا د بهرنيو چارو وزارت د خپل دغه تبعه په اړه نور جزئيات نه دي خپاره کړي خو ويلي يې دي چې په اوکراين کې د وژل شوي برېتانوي وګړي له کورنۍ سره مرسته کوي.
تر دې مخکې د سکاټ سیبلي په نوم یو بل برېټانوی چې د اوکرایین د دفاع لپاره جنګېده په اپرېل میاشت کې وژل شوی و.