چین: د واشنګټن او پیکینګ اړیکې په حساس پړاو کې دي

د چین د دفاع وزیر وي فنګ هه

د چین د دفاع وزیر وايي، له امریکا سره د چین اړیکې په حساس پړاو کې دي.

وي فنګ هه نن وویل، د واشنګټن او پیکینګ ترمنځ د اړیکو ښه کېدا له امریکا سره تړاو لري ځکه چې د دواړو خواوو ترمنځ په اړیکو کې حساس پړاو راغلی دی.

ده چې د سینګاپور په امنیتي غونډه کې خبرې کولې، دا خبره تکرار کړه چې هېواد یې د سولې او ثبات هڅه کوي او یرغلیز هدفونه نه لري.