د روغتیا نړیوال سازمان: اوکراین کې د کولرا ناروغۍ د خپرېدو خطر زیات دی

ارشیف

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د اوکراین په ویجاړ شوي ښار، ماریوپول کې د کولرا ناروغۍ د خپرېدو خطر خورا «زیات» دی.

دغه سازمان پرون شنبه وویل، دوی بیا هم د کولرا کومه مشکوکه یا هم تایید شوې پېښه نه ده ثبت کړې.

په جنیوا کې د روغتیا نړیوال سازمان یوه ویاند وویل، د دوی دفتر په ماریوپول کې نه شته، خو په سیمه کې له نورو شریکانو سره له نږدې په تماس کې دي.

د ابو او بدرفت سیسټم په ګډون د اوکراین د ماریوپول ښار زیاتې برخې په وروستۍ جګړه کې ویجاړې شوې دي.

زیاته ویجاړي د روسیې د راکټي او هوايي بمباریو له کبله پېښه شوې ده.