اوکراین کې په اعدام د محکوم شوي بریتانوي وګړي محاکمه ناقانونه بلل شوې

شان پینیر په اپرېل میاشت کې د ماریوپول ښار د دفاع پر مهال نیول شوی و، چې تېره جمعه محکوم شو.

په اوکراین کې په اعدام د محکوم شوي بریتانوي وګړي خپلوانو د هغه محاکمه ناقانونه وبلله.

د شان پینیر په نوم دغه بریتانوی چې د اوکرایني ځواکونو تر څنګ جنګېده، روس- پلوه بېلتونپالو د اوکراین په ختیځ دونیڅک سیمه کې په اعدام محکوم شو.

په هغه اعلامیه کې چې دغې کورنۍ خپره کړې ویل شوي، د پینیر محاکمه نمایشي او غیرقانوني وه.

شان پینیر په اپرېل میاشت کې د ماریوپول ښار د دفاع پر مهال نیول شوی و، چې تېره جمعه محکوم شو.

د هغه کورنۍ په خپله اعلامیه کې ویلي، چې شان پینیر باید د ژنیف د کنوانسیون له مخې د جنګي اسیرانو له ټولو حقونو برخمن وي.