د جمهوري نظام پر مهال د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله نن بېرته افغانستان ته ستون شو.
عبدالله عبدالله چې له افغانستانه یې د وتو په اړه ضد و نقیض راپورونه شته، نن بېرته کابل ته ستون شو.
عبدالله د کابل حامد کرزي په هوايي ډګر کې رسنیو ته وویل، د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره له افغانستانه وتلی و او خوښ دی چې بېرته خپله وطن ته راستنېږي.
هغه وویل: "بېرته خپل وطن افغانستان ته راستون شوم. زما هیله همدا ده چې ټول افغانان په ارامۍ، د عدالت تر سېورې لاندې او ښه فضا کې په خپل وطن کې ژوند وکړي. دا د اوسني سرپرست حکومت څخه د ټولو غوښتنه ده او ټول یې غواړي."
د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د ملي مصالحي عالي شورا پخوانی رییس عبدالله عبدالله ۴۳ ورځې وړانډې له کابله دوبۍ او بیا له هغې ځای هند ته ولاړ.
هغه له افغانستانه د باندې د خپل سفر پر مهال له یو شمېر بهرنیو چارواکو سره هم کتلي و.
د جون په لومړۍ نېټه د افغانستان لپاره د فرانسې سفیر ډېوېډ مارتینو په خپله رسمي ټویټرپاڼه ولیکل، ښاغلي عبدالله سره یې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان پر وضعیت او د افغانانو پر وړاندې د ننګونو په اړه خبرې کړې دي.
په دې اړه نور: د فرانسې سفير او ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان پر وضعيت خبرې کړيعبدالله عبدالله له هېواده تر وتو وروسته، د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي توماس ویسټ سره هم کتلي و.
په دې اړه نور: توماس ويسټ له هندي چارواکو سره د افغانستان پر وضعيت خبرې کړيداسې راپورونه هم خپاره شوي، چې عبدالله عبدالله او پخوانی جمهور رییس حامد کرزي د طالبانو لهخوا په کور کې نظر بند و او ښاغلي عبدالله ته په مشروط ډول له کابله د وتو اجازه ورکړل شوې وه.
ښاغلي عبدالله تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو پخواني جمهور رییس حامد کرزي منلې وه چې طالبانو یې دوه ځله د سفر مخنیوی کړی دی.
د ملي مصالحې عالي شورا پخوانی رییس عبدالله عبدالله داسې مهال کابل ته ستنېږي چې د طالبانو افغان سیاسیونو سره د تماس کمېسیون هم ویلي، د دوی په هڅو د مخکني نظام څو چارواکي افغانستان ته ستانه شوي دي.
خو نیوکه پر دې ده، چې طالبانو له دې پروسې یوازې د سیاسي ګټو لپاره استفاده کړې او تر اوسه افغانستان ته ستانه شویو چارواکو ته په هېڅ برخه کې کار او مسوولیت نهدی سپارل شوی.
له طالبانو مو کابل ته د ښاغلي عبدالله د ستنېدو په اړه وپوښتل، خو ویاند یې ذبیحالله مجاهد ځواب را نه کړ.