عبدالله عبدالله بېرته افغانستان ته ستون شو

عبدالله په خپل فیسبوک پاڼه کې افغانستان ته د بېرته ستنېدو خبر ورکړی او عکسونه یې خپاره کړي، چې په هوایي ډګر کې د مشرانو جرګې د پخواني مشر فضل هادي مسلمیار په ګډون يې يو شمېر کسان هرکلی کوي.

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا پخوانی مشر عبدالله عبدالله افغانستان ته له درې څلویښت ورځني سفر وروسته، ستون شو.

عبدالله چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته څو میاشتې په کابل کې و د غویي په میاشت کې له افغانستانه ووت.

ده په خپل فیسبوک پاڼه کې افغانستان ته د بېرته ستنېدو خبر ورکړی او عکسونه یې خپاره کړي، چې په هوایي ډګر کې د مشرانو جرګې د پخواني مشر فضل هادي مسلمیار په ګډون يې يو شمېر کسان هرکلی کوي.

طالبان وايي، چې د دوی په غوښتنه د پوهنې د پخواني وزیر فاروق وردک په ګډون یو شمېر افغان سیاستوال په وروستیو کې افغانستان ته ستانه شوي دي.