د اوکراین په دونباس کې د خونړیو جګړو راپورونه خپاره شوي

دونباس کې د روسیې او اوکراین ځواکونو د جګړې انځور

اوکرایني ځواکونو یوځل بیا د دې هېواد په ختیځ او جنوب کې د روسيې د پوځ د حملو د شنډولو هڅه وکړه.

پرون د جون په لسمه بیاهم له دونباس سیمې څخه د خونړیو جګړو راپورونه راورسېدل.

ولسمشر ولادیمیرزیلینسکي وویل، سره له دې چې مسکو پر دې سیمې بمباریو ته زور ورکړی خو اوکرایني ځواکونه مقاومت ته دوام ورکوي.

په سویرودونېڅک صنعتي ښار کې سختې جګړې روانې دي او زیلینسکي پرون وویل، چې دا جګړه دونباس سیمې لپاره حیاتي اهمیت لري.