د اوکراين په ختيځ کې د سختو جګړو راپورونه ورکړل شوي

د اوکراين جګړې يوه څنډه

د اوکراین په سیورو-دونیڅک ښار کې د سختو جګړو د دوام راپورونه ورکړل شوي دي، هلته چې اوکراين ځواکونه يې يو پر درېيمه برخه کنټرول لري.

دا په داسې حال کې ده، چې روسیه په دې جګړه کې له پام وړ ځواک او تجهیزاتو کار اخلي.

د اوکراین چارواکو یو وار بیا په فوري ډول له لویدیځ څخه د پرمختللو وسلو غوښتنه وکړه، چې د اوکراین په ختیځ کې د روسیې د سختو راکټي بریدونو په وړاندې د مقابلې لپاره ورڅخه کار واخلي.