د بشري حقونو د څار سازمان: طالبانو پنجشېر کې ملکيان بنديان کړي او ځورولي

پنجشېر کې د طالبانو يو موټر

د بشري حقونو د څار سازمان په طالبانو تور لګولی چې په پنجشېر ولایت کې یې عام خلک بندیان کړي او ځورولي یې دي.

په راپور کې راغلي چې د طالبانو ځواکونو په پنجشېر کې یو شمېر ملکیان په دې تور ځورولي او بندیان کړي چې د دوی د یوې مخالفې وسله والې ډلې ملي مقاومت جبهې سره اړیکې لري.

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا برخې مرستیالې پتریشیا ګاسمن ویلي چې طالبانو په پنجشېر کې د مقاومت جبهې د جګړې په غبرګون د خلکو په وهل ټکولو لاس پورې کړی.

ګاسمن اندېښنه ښودلې طالبان په خپلو لیکو کې د جدي سرغړونو عاملینو ته په سزا ورکولو کې په ناکامېدو سره ډیر ملکي وګړي له خطر سره مخ کوي.

د بشري حقونو د څار سازمان په راپور کې د جون په لومړیو کې د خینج ولسوالۍ د اتیا تنو ملکي وګړو د نیول کېدو پېښې ته اشاره شوې چې وروسته یې اویا تنه خوشې شول خو لس نور یې لا هم په دې تور په بند کې ساتل شوي چې خپلوان یې د مقاومت په جبهه کې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د بشري حقونو د څار سازمان دا څرګندونې بې اساسه او ناسمې بللې دي

مجاهد په یوه غږیز پیغام کې ازادي راډیو ته وویل چې څوک له چا سره زور زیاتی نه‌شي کولای