د ایران د ښوونکو اتحادیې پر واټونو د نویو مظاهرو لپاره غږ کړی.
ایراني ښوونکي د معاشونو لوړېدل او په تېرو مظاهرو کې د نیول شویو ښوونکو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کوي.
د ایران د ښوونکو د اتحادیې د سمون شورا پرون په یوه بیان کې وویل، چې د ټول ایران ښوونکي به د جون په اولسمه مظاهرې وکړي.
د مې په لومړۍ نېټه په بېلابېلو ښارونو کې د ښوونکو د تېر ځل مظاهرو پر مهال چارواکو څلور تنه ښوونکي ونیول.