په کابل کې د بدن ښکلا سیالۍ پیل شوې

ارشیف

په کابل کې د بدن ښکلا سیالۍ پیل شوې.

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ادارې پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي، چې نن د کابل د بدن د ښکلا او فېټنس پنځلسم پړاو سیالۍ پيل شوې.

د بدنې روزنې اداره وايي، په دې سیالیو کې د ۳۱ کلبونو ۱۰۷ لوبغاړي برخه لري.

د بدن ښکلا او فېټنس فدراسیون د مسوولینو په وینا، دا سیالۍ چې د بدن ښکلا او فېټنس په ۲ برخو کې کېږي، د زمري میاشتې تر ۲۹مې نېټې به دوام وکړي.

د دې سياليو د کېدو هدف د مرکزي زون لوبډلې لپاره د بدن د ښکلا او فېټنس په برخو کې د غوره لوبغاړو ټاکل دي.