د خوست شيخ زايد پوهنتون تدريسي روغتون بيا ځلې فعاله شو

د شيخ زايد پوهنتون ودانۍ

د خوست ولايت شيخ زايد پوهنتون تدريسي روغتون له اوږده ځنډ وروسته بيا ځلې فعاله شو.

د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال لطف الله خیرخوا نن په دې اړه ازادي رادیو ته وویل چې د دغه تدریسي روغتون تاسیسات لس کاله پخوا راوړل شوي وو خو کار ورڅخه نه و، اخیستل شوی.

خیرخواه وايي چې له دې وروسته به نه یوازې له دغو وسایلو او روغتون څخه د روغتیايي خدماتو په وړاندې کولو کې ګټه اخیستل کېږي، بلکې د طب محصلان به په عملي زده کړو کې هم ورڅخه کار اخلي.