بلخ: يوه مارکېټ کې د اور لګېدنې له امله يو تن مړ شوی

ارشيف

د طالبانو د بلخ ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند محمداصف وزیري رسنیو ته وویل، اور پرون (چهارشنبې) ماسپښین شاوخوا دوه نیمې بجې د مزارشریف د دوهمې حوزې په مارکېټ کې ولګېد چې په نتیجه کې یې یو تن مړ شو.

د مړ شوي کس نوم نه دی څرګند شوی خو ویل شوي چې اویا کلن او د تخار ولایت اوسېدونکی و.

وزیري د پېښې د علت په اړه وویل چې کوم چا نیم سوی سیګرېټ په داسې ځای کې غورځولی و چې هلته اور په اسانه لګېدای شو.

د ده په وینا د دې پېښې له کبله دوکاندارانو ته د یو میلیون افغانیو تاوان اوښتی دی.