سويډن کمېټه کندز کې يو لوی کانال بيا رغوي

ارشيف

د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د سویډن کمېټه په کندز کې د ۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت یو کانال بیا رغوي.

ياد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي، دا کانال چې ۲۷ کیلومتر اوږدوالی لري، د ۱۰ کلیو د اړتیا وړ اوبه برابروي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دا موضوع د سويډن کمېټې رئیس د امو د سینديزې حوزې له مسولانو سره په لیدنه کې مطرح کړې ده.

په خبرپاڼه کې دغه شان ویل شوي، چې د دې کانال د سربند ۱۳۰ متره ساحه د (RCC) په ډول او نورې تخریب شوې برخې يې په اساسي ډول رغول کېږي.

خبرپاڼه وايي، چې د دې کانال د جوړېدو مالي لګښت د (UNDP) موسسه ورکوي.