په داسې حال کې چې اوکرایني ځواکونه د اوکراین په ختیځ سیورو-دونیڅک ښار کې د سختې جګړې په ترڅ کې د دې ښارځنډو ته په شا تمبول شوي، د اوکراین ولسمشر ولادومیر زلنسکي وایي په دې ښار کې جګړه به د دونباس د سیمې برخلیک وټاکي.
زلنسکي پرون چهارشنبې په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، د دغې بشپړې جګړې په ۱۰۵ ورځ سیورو-دونیڅک په دونباس کې د مقاومت د ثقل په مرکز بدل شوی.
نوموړي وويل، اوکرایني ځواکونه له خپلو مورچلو دفاع کوي او دښمن ته یې د پام وړتلفات اړولي.
زلنسکې دا یوه سخته جګړه وبلله چې د ده په وینا ښایي هغه تر اوسه تر ټولو سخته جګړه وي.
نوموړي له ټولو کسانو چې په دې لاره کې دفاع کوي مننه وکړه.