جرمني: يوه چلوونکي پر لارويانو موټر خېژولی چې يو تن مړ او ۹ يې ژوبل کړي

ارشيف

د جرمني په پلازمېنه برلین کې یوه موټر چلوونکي خپل موټر پرون پر لارویانو وخېژاوه چې له کبله یې لږ تر لږه یو تن مړ او ۹ نور ژوبل شول.

د جرمني د اطفایې وياند ویلي چې د دې قصدي پېښې د ۶ تنو ټپیانو حال نازک دی.

پولیس وايي چې موټر چلوونکی یې، چې ۲۹ کلن او اصلاً ارمنی دی، نیولی او تحقیقات ورڅخه روان دي.