چين غواړي د افغانستان په اړه د منځنۍ اسيا هېوادونه همغږي کړي

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي

د چین د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد یې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د افغانستان د مسلو د هواري لپاره همږغي کوي.

وانګ يي پرون (چهارشنبې) د قزاقستان په پلازمېنه نورسلطان کې د چین او منځنۍ اسیا په غونډه کې وویل، د سیمې هېوادونه به امنیتي ستونزې حل کړي.

چین او د منځنۍ اسیا څلور هېوادونه لکه قزاقستان، قرغیزستان، ازبکستان او ترکمنستان له ۲۰۲۰ م کال راهیسې د پیکینګ په نوښت د سیمه ییزې همکارۍ د پراختیا لپاره د منځنۍ اسیا – چین غونډې جوړوي.