د ترکيې او روسيې بهرنيو چارو وزيرانو پر افغانستان خبرې کړي

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاوش اوغلو او د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګې لاوروف

د ترکیې او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو پرون (چهارشنبې) په انقره کې د افغانستان او اوکراین په اړه خبرې وکړې.

له دې خبرو وروسته د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو له خپل روسي ساري سرګې لاوروف سره خپله کتنه ګټوره وبلله او ویې ویل چې روسیه له اوکراین سره د خبرو بیا پیلېدو ته لېوالتیا لري.

ده ونه ویل چې د افغانستان په اړه یې له لاوروف سره دقیقاً په کومو مواردو خبرې کړي دي.