د بخښنې نړيوال سازمان د اجمل حقيقي او د هغه د همکارانو خوشې کولو غوښتنه وکړه

د بخښنې نړيوال سازمان لوګو

د بخښنې نړیوال سازمان له طالبانو وغوښتل چې افغان یوټیوب چلوونکي اجمل حقیقي او د هغه همکاران ژر تر ژره خوشي کړي.

دې سازمان پرون (چهارشنبې) په یوه اعلامیه کې د دغو کسانو نیونه د بیان پر ازادۍ بربنډ برید او د نړیوال قانون ښکاره سرغړونه بللې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې طالبان دا کسان باید سمدستي خوشي او د هغو خلکو چې غواړي نظر څرګند کړي، نظرونه سانسور نه‌کړي.

په اعلامیه کې د بخښنې د نړیوال سازمان د اسیا د برخې د غړې سمیرا حمیدي په قول ویل شوي، طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له خلکو سره زور زیاتی کړی، ځورولي او ربړولي دي.

له بلې خوا طالبان وايي چې اجمل حقیقي او د هغه ملګري یې اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په تور نیولي دي.

ښاغلی حقیقي د جامو موډلېنګ کاوه او په یوټیوب کې په خپل نوم چاینل هم لري.

په دغه چاینل کې په بېلابېلو ټولنیزو او تفریحي مسایلو خپرونې کوي.

په ویډیو کې اجمل حقیقي په داسې حال کې ښکاري چې لاسونه یې ولچک دي او د بندیانو کالي یې اغوستي دي، همدا راز وېښته یې ګډوډ دي.

اجمل حقیقي، چې درې همکاران یې هم ورسره ولاړ دي د اعتراف په نوم په خپلو خبرو کې، چې د کاغذ له مخې یې لولي، وايي چې په یوې ویډیو کې یې د «قران د آیت توهین» کړی او خپله ګناه مني.

دی همدا راز وايي چې د خپل یوټیوب چاینل له لارې یې فحشا او موډلینګ ته کار کاوه او پخواني جمهوري نظام د دوی ننګه کوله.