زلنسکي: اوکراين به د ټولو سيمو بېرته نيولو لپاره جګړه وکړي

د اوکراين ولسمشر ولودیمیر زلنسکي

د اوکراین ولسمشر وايي، اوکراینیان به د ټولو هغو سیمو د بېرته نیولو لپاره جګړه وکړي چې روسیې اشغال کړې دي.

ولودیمیر زلنسکي دا څرګندونې پرون داسې مهال وکړې چې اوکرایني ځواکونو له ختیځ، سیویرو دونېڅک ښار څخه د دفاع هڅه کوله.

ښاغلي زلنسکي وویل، اوکرایني ځواکونه د سویرو دونېڅک ښار دفاع په داسې حال کې کوي چې د روسیې د پوځ پرتله یې د سرتېرو او وسلو شمېر لږ دی.