روسيې د بشري حقونو د اروپايي محکمې د قضايي صلاحيت ختمولو لايحه تصويب کړه

ارشيف

د روسیې ولسي جرګې یا دوما هغه لایحې تصویب کړې چې په روسیه کې د بشري حقونو د اروپايي محکمې یا ECHR قضايي صلاحیت ختموي.

دا لایحې تقریبا د رایو په قاطع اکثریت تصویب شوې او تمه ده چې ولسمشر ولادیمیرپوتین به یې توشېح کړي.

د دولتي دوما مشر ویاچیسلاو وولودین وویل چې ECHR د روسیې پرضد د لویدیځو سیاستوالو په یوه وسیله بدله شوې ده.