يونان دوه پناه اخيستونکي افغانان پر څلورو کلونو بند محکوم کړل

يونان کې د کډوالو د يوه کمپ انځور

د یونان د استیناف یوې محکمې پرون دوشنبې هغه دوه افغانان چې په لسبوس ټاپو کې د کډوالو یوه کمپ ته په اور اچولو تورن شوي و، هر یو په څلورو کلونو بند محکوم کړل.

د دغو افغان کډوالو نومونه نه‌دي په ډاګه شوي خو عمرونه یې اتلس کاله ښودل شوي.

د ۲۰۲۰ کال په سپټمبر کې چې د لسبوس په ټاپو کې د موریا کمپ د اور په نتیجه کې په ایرو بدل شو، د دغو په بند محکوم شویو افغان کډوالو عمرونه له اتلسو څخه ټیټ و.

لومړنۍ محکمې دواړو ته د پنځو، پنځو کلونو سزاوې اورولې وې خو د استیناف محکمې پرون وویل چې یوکال بند یې د دوې د ښه چلند په خاطر کم کړی دی.

تر دې مخکې د ۲۰۲۱ کال په جون کې د کایاس په ټاپو کې یوې محکمې څلور نور افغان کډوال په لسبوس کې په ویجاړیو کې د لاس لرلو په جرم محکوم کړي او هر یوه ته یې د لسو کلونو سزاوې اورولې وې.